د امريكې په ارېزونا ايالت كښې په سېلاب كښې دوه ماشومان مړه او يو بې دركه شوے

واشنګټن 01 دسمبر (اے پي پي) د امريكې په ارېزونا ايالت كښې په سېلاب كښې دوه ماشومان مړه او يو بې دركه شوے. د خبر له مخې دا پېښه په دې ايالت كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو ګاډې د سېلاب اوبو ځان سره يوړو او پكښې سواره دوه ماشومان مړه او يو بې دركه شو. د پېښې په مهال دوه بالغ كسان او څلو ماشومان په وتلو كښې كامياب شوي دي.