د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعطم خاص مرسيتالي ډاكټر فردوس عاشق اعوان د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرې

APP85-04 ISLAMABAD: December 04 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media outside Parliament House. APP

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعطم خاص مرسيتالي ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د شهباز شریف په آشیانه کېس كښې ضمانت شوے خوشې شوې نه دے٬ شهباز شريف يو ساعت خپله قيصه قام ته اورولې كومه چې قام ګمراه كولو لپاره ناسمه او بې بنسټه ده او د حقائقو نه برعكس ده٬ د پارلماني سرلوړۍ او د جمهوريت سرودونه غږوٶنكو به نېت ته كتل وي٬ د وزیراعظم د رول آف لاء خوب رښتيا كېږي۔ د شورو په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د شهباز شریف په آشیانه کېس كښې ضمانت شوې خوشې شوې نه دې٬ شهباز شريف يو ساعت خپله قيصه قام ته اورولې كومه چې قام ګمراه كولو لپاره ناسمه او بې بنسټه ده او د حقائقو نه برعكس ده۔ دې ووئيل حكومت غواړي چې د ټاكنو كمېسون غېر فعاله نه شي٬ د ټاكنو كمېسون په كوم غړي چې اتفاق شوې مخالفې ډلې په هعه د يوې اوونۍ وخت اخستې او اوس رهبر كمېټي سپريم كورټ ته تللې ده۔ اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعطم خاص مرسيتالي ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزیراعظم قام سره لوظ كړې ٶ چې لوټ شوې قامي دولت به واپس راوړلې شي٬ د دې عمل پېل شوې ۔ خاص مرستيالې ووئيل يوې پاكستانۍ كورنۍ څخه په لندن كښې 38 اربه 50 كروره روپۍ تر لاسه شوي او په قام به نور زېري هم وكړې شي او د ھغوي څيرې به د قام په وړاندې بې نقابه كېږي۔ اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعطم خاص مرسيتالي ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل لندن كښې پاتې كېدو سره قام ګمراه كوٶنكې دې عدالت كښې مقدمو ته وړاندې شي٬ هر كس د پاكستان د قانون تابع دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل كله چې د ډان محاصره وشوه نو شکیل مسعود ته ما پخپله كال كړې ٶ او هلته اميت باوري كولو لپاره فورس رسېدلې ؤ ٬ د ميديا د كاركنانو تحفظ كول زمونږ ذمه واري ده او د رياست د معاملو دفاع كول هم زمونږ ذمه واري ده۔ دې ووئېل په سیاست كښې چې كومه بيانيه چلېږي٬ چرته چې د رياست د مفادو خبره راځي نو هلته سياست د رياست نه جلا دې اوكتلې شي٬ زه د رياست هم ويانده يم٬ د دې عمل غندنه كوم۔ دې ووېيل ملك رياض وي او كله بل څوك٬ هېڅوك مقدسه غوا نه وي٬ په دې هېواد كښې چې چا هم د قامي مفادو په ضد كار كړې ھغوې له د دې رول آف لاء له مخې تېرېدل دي٬ زه د داسې فكر غندنه او بيخي رد كوم