د اروپا او افريقې ترمېنځه اتحاد ضروري دے. د اروپائي كميسون مشره

عديس ابابا 08 دسمبر (اے پي پي) د اروپائي كميسون نوې مشرې اروزولا فان ډيئر لائن وئيلي دي چې د اروپا او افريقې ترمېنځه اتحاد ضروري دے. هغې دا خبره په عديس ابابا كښې د افريقائي اېتلاف د دفتر دورې په مهال وكره. هغې ووئيل چې په بدلېدونكي نړيوال منظر كښې د افريقې او اروپائي براعظمونو اتحاد به د دې په پرمختګ كښې مرسته كوونكې ثابت شي. هغې ووئيل چې هغه په افريقا كښې د نويو رجحاناتو او پرمختيائي چارو نه ځان خبرولو لپاره عديس ابابا ته راغلې ده.