د آسټرېليا او نيوزي لينډ ترمينځه وړومبې ډے نائټ ټېسټ به (سبا) پیل كېږي٬كيوز ډله به د كوربه ډلې پھ ضد درې ټېسټ او درې ون ډے ميچونه كوي

پرته 10 دسمبر (اے پی پی) د آسټرېليا او نيوزي لينډ د كركټ ډلو ترمينځه د درې ټېسټ ميچونو سيريز وړومبې ډے نائټ ټېسټ به (سبا) د زيارت په ورځ په پرتهـ كښې پیل كېږي۔ د نيوزي لينډ كركټ ډله د كين وليمسن په مشرۍ كښې آسټرېليا ته رسېدلې چرته به چې هغوي د درې ټېسټ او درې ون ډے ميچونو سيريز كوي۔ د دواړو ډلو ترمينځه سيريز وړومبې ټېسټ به (سبا) د زيارت ورځې څخه تر 16 دسمبر پرته٬دوهم ټېسټ مېچ به د 26 نه تر 30 دسمبر ميلبورن او درېم او آخري ټېسټ به د 3 نه تر 7 جنوري سډني كښې كېږي۔ د دواړو ډلو ترمينځه به د ون ډے سيريز د جنورۍ په 13مه نېټھ پیل كېږي۔