د آسټراليا او نيوزي لېنډ ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ به د دسمبر په 12مه نېټه پېل كېږي

پرته 09 دسمبر (اے پي پي) د آسټراليا او نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې ټېسټ مېچ به د دسمبر په 12مه نېټه پېل كېږي. د نيوزي لېنډ د كركټ لوبډله آسټراليا ته رسېدلې ده. د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم ټېسټ مېچ به د دسمبر په 26مه نېټه او دريم او ورستې مېچ به د جنورې په 3مه نېټه پېل كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د يو ورځنو مېچونو سېريز به د جنورې په 13مه نېټه پېل كېږي.