خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د خپل پلاوي سره د سري لنكا اولس مشر سره وليدل

کولمبو 02 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د خپل پلاوي د سري لنكا نوي ټاكلي اولس مشت ګوټا بايا راجا پاکسے سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې وضعې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ سوئيلي آسياء او د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل او سري لنکا كښې د پاكستان هائي كمېسون سينئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ خارجه وزير اولس مشر ګو ټابايا راجا پاکسے ته د پاکستان حكومت او اولس لخوا د سري لنكا په اووم اولس مشر ټاكلې كېدو مباركي وركره۔ خارجه وزير د سري لنکا اولس مشر ته د پاكستان اولس مشر ډاکټرعارف علوي لخوا د مباركۍ خط هم وركړو چې پكښې مباركۍ سره سره د سري لنكا نوي ټاكلي اولس مشر ته د پاكستان راتګ بلنه هم وركړې شوې ده۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل 70 په لسيزه كښې پاكستان كښې عسکري تربيه ترلاسه كوٶنكې شخصيت نن د سري لنكا اولس مشر ټاكلې شوې۔ ده ووئيل مونږ باور لرو چې د نوي ټاكلي اولس مشر په حكومت كښې به د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده ووئيل سري لنکا چې د ترهګرۍ د لعنت په كومه مړانه مقابله كړې ھغه د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل د وچ كالۍ ٬ سېلاب يا په كوم بل قدرتي آفت كښې د پاكستان اولس د سري لنكا خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه تر نظره كېږي۔ ده ھغه پاكستان كښې د معاشي سفارتكارۍ نه خبرولو كښې ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك تجارت او د سرمايه كارۍ ودې لپاره پراخه موقعې شتهچې استفاده به ترې د دواړو هېوادونو په ګټه وي٬ ګو ټابايا راجا پاکسے د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سري لنكا ته تګ هركلي كولو سره د مباركۍ پېغامونو او د پاكستان دورې په بلنه د اولس مشړ او د پاكستان د اعلٰې قيادت خاص مننه وكړه