خارجه وزير شاه محمود قرېشي سعودي عرب ته لاړ

APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

رياض 11 دسمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د شورو په ورځ په يوه ورځنۍ سركاري دوره سعودي عرب ته رسېدلې دې۔د كنګ خالد انټرنېشنل هوائي مېدان رياض ته په رسېدو په سعودي عرب كښې د پاكستان سفير راجه علي اعجاز٬د سعودي خارجه وزارت وزير ډي جي پروټوكول عبدالله اېم راشد او د پاكستان سفارت اعلٰی چارواكي د خارجه وزير هركلے وكړو۔خارجه وزير به د خپلې دورې په مهال د خپل سعودي هم څنګ پشمول د سعودي اعلٰی قيادت سره ملاقاتونه كوي۔د ملاقات په مهال٬دوه اړخيزه اړيكو٬مقبوضه كشمير او منطقه كښې د امن صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو به د خيالاتو څرګندونه كېږي ۔د خارجه وزير د سعودي دورې مقصد دوه اړخيزه اړيكې او ګڼ شمېر څانګو په اړه مرستې ته وده وركول دي