جسټس ګلزار احمد به په 21م دسمبر د چيف جسټس آف پاكستان د چوكۍ سوګند پورته كوي

لاهور 04 دسمبر(اے پي پي) د سپريم کورټ آف پاکستان سينئر جج جسټس ګلزاراحمد د چيف جسټس پاکستان په حېث اعلاميه جاري كړې شوې ۔ جسټس ګلزار احمد به په 21م دسمبر د چيف جسټس آف پاكستان د چوكۍ سوګند پورته كوي څوك چې به د فرورۍ تر وړومبئ نېټې كال 2022 چيف جسټس وي۔ اوسنې چيف جسټس آف پاکستان جسټس آصف سعيد کھوسه به په 20م دسمبر ريټائر كېږي۔ د قانون وزارت د جسټس ګلزار احمد د چيف جسټس آف پاکستان اعلاميه جاري كړې ۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوي د منظورۍ نه پس د قانون او انصاف وزارت باقاعده اعلاميه جاري كړه۔ جسټس ګلزار احمد په 2مه فروري كال 1957 كښې په كراچۍ كښې د نوموړي وكيل نورمحمد كره زېږدلې ٶ٬ د كراچۍ اېس اېل لا لا كالج څخه ئې د اېل اېل بي سند ترلاسه كړې او د جنورۍ په اتلسمه نيټه كال 1986 كښې ئ د وكيل په توګه وكالت پېل كړے۔ دغسې په څلورم اپرېل كال 1988 كښې ئې په هائي كورټ كښې وكالت او په پنځلسم ستمبر كال 2001 كښې ئې د سپريم كورټ د وكيل په توګه كار پېل كړے۔ جسټس ګلزار احمد په 27م اګست 2002 كښې د سندھ هاېي كورټ د جج په حېث سوګند پورته كړے او په 2011 فرورۍ كښې د سندھ هائي كورټ سينئر جج جوړ شو۔ جسټس ګلزار احمد په 16م نومبر كال 2011 كښې د سپريم كورټ د جج په حېث سوګند پورته كړے۔ جسټس ګلزار احمد د اېن اي ډي پوهنتون د بورډ آف ګورنر غړې هم دے ٬ جسټس ګلزار احمد د 20م نومبر 2018 څخه تر 28م نومبر 2018 او د مئي 13مې نيټه كال 2019 څخه تر 17م مئي كال 2019 د لنډ مهاله چيف جسټس په توګه هم كار كړے دے