بنګله دېش پريميئر ليګ كښې به (نن) دوه نور مېچونه كېږي

ډھاکه 19 دسمبر (اے پي پي) په اووم بنګله دېش پريميئر ليګ كښې به (نن) دوه نور مېچونه كېږي۔ په دې لړ كښې به وړومبنې مېچ د كهلنا ټائيګرز او رنګپور رېنجرز ترمېنځه كېږي٬ د كهلنا ټائيګرز مشري به مشفيق الرحيم كوي او د رنګپور رينجرز مشري محمد نبي كوي۔ په دوېم مېچ كښې به چټاګانګ چيلنجرز او دفاعي چيمپئن کوميلا واريئرز مېدان ته ووځي۔ د كومېلا وارېئرز كپتان ډاسن شاناکا دې او دغسې د چټاګانګ چيلنجرز مشري به محمود الله كوي۔ دواړه مېچونه به په ظهور الهي چوهدري لوبغالي چټاګانګ كښې كېږي