بنګله دیش ، د پلاسټک كارخانه كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 8 مزدوران مړه ٬ 24 ژوبل

ډھاکہ ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) بنګله دېش كښې ډھاكې ته نزدې د پلاسټك په يوه غېر قانونې كارخانه كښې د اور لګېدو له امله 8 مزدوران مړه او 24 ژوبل شوي دي ۔ د تفصیلات له مخې د ډھاكې ښار په قطبي لوئيديزه سيمه كېراني ګنج كښې په پرائم پېټنټ نومې يوه كارخانه كښې ناڅاپي اور ولګېد۔ ځائي پوليس مشر شاه زمان ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د اور لګېدو پیښې په نتيجه كښې يو مزدور په ځائې او 7 نور روغتون ته د منتقل كولو څخه وروستو مړه شوي ۔ دې پېښه كښې 24 كسان ژوبل شوي هم دي۔ د روغتون ډاكټر سمانټا لال سن وېنا ده په ژوبل شوو كښی د زياترو د وجود نيمه برخه سوزېدلې ځكه اندېښنه ده چې د مړو شمېره زياتېدې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي بنګله دېش كښې د حفاظتي اقداماتو د نشتوالي په سوب يخ وچ موسم كښې د اورلګېدو پېښې زياتې رامخې ته كېږي۔ د روان كال فرورۍ مياشت كښې په داسې يوه پېښه كښې 70 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوي وو۔ دغسې د نومبر مياشت كښې د رخت په يوه كارخانه كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې 111 كسان مړه شوي وو۔