بركينافاسو كښې په پوځي بيسز د ترهه ګرو بريدونه شنډ كړې شول ٬په ځوابي كاروائۍ كښې 20 ترهه ګر ووژل شول

اواګاډوګو 04 دسمبر (اے پي پي)لوېديز افريقې هېواد بركينافاسو كښې په پوځي بيسز د ترهه ګرو بريدونه شنډ كولو سره په ځوابي كاروائۍ كښې 20 ترهه ګر وژلې شوي۔د بركينافاسو پوځي وياند په خپل يو بيان كښې ووئيل ترهه ګرو شمالي بان او شمالي لوېديز سيمه توايني كښې د ځايې وخت له مخې د شورو په سهارً 2 بجې بريدونه كړي او ځوابي كاروائۍ كښې 20 ترهه ګر وژلې شوي او په نښته كښې درې عسكر هم مړه شوي۔د ابلاغ ذريعو له مخې بركينافاسو د ترهه ګرو بريدونو له امله امنيتي صورتحال سره مخ دي په كوم چې وګړي پرېشانه دي۔د ترهه ګرو بريدونو كښې د تېرو څلورو كلونو په مهال د 200 عسكرو پشمول 500 څخه زيات كسان مړه شوي او د امن او امان ناقص صورتحال له امله په زرګونو وګړي محفوظو ځايونو او ګاونډي هېوادونو كښې په پناه اخستلو مجبور شوي دي