ايران٬د واده په دستوره كښې د ګاز چاودنې له امله 11 كسه مړه٬ 38 ژوبل

تهران 06 دسمبر (اے پي پي)د ايران په كردستان ولايت كښې د واده په دستوره كښې د ګاز چاودنې له امله 11 كسه مړه او 38 ژوبل شوي دي ۔د ايراني ټي وي له مخې د كردستان ولايت په سقز ښار كښې د زيارت په شپه دا پښه هغه مهال رامخې ته شوې كله چې د واده دستوره روانه وه ۔ د ګاز ليكچ په سوب چاودنه شوې۔په چاودنه كښې 11 مېلمانه مړه او 38 ژوبل شوي۔د روغتون ذريعو وئېلي دي په مړو شوو كښې 5 كوچنيان او 5 مېرمنې هم شاملې دي۔رېسكيو اهلكارو په وخت كاروائي كړې او په اور يې قابو موندلو سره ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړي چې پكښې د دريو حالت اندېښمن دے۔