اولس مشر سره د سعودي پارلماني پلاوي ملاقات ٬ مقبوضه جموں كشمير كښې د 126 ورځو څخه روانې كرفيو او ميډيا بلېك آؤټ كول د مقبوضه كشمير د اولس د بنيادي حقونو خلاف ورزي ده۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي

APP35-06 ISLAMABAD: December 06 - President Dr. Arif Alvi talking to Saudi Parliamentary delegation led by Chairman of Shura Council of Saudi Arabia, Dr. Abdullah Bin Mohammad Al-Sheikh who called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد ۔06 دسمبر (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي مقبوضه جموں كشمير كښې د 126 ورځو څخه روانه كرفيو او د ميډيا بلېك آؤټ كول د مقبوضه كشمير د اولس د بنيادي حقونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عربستان پارلماني پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د جمعې په ورځ ايوان صدر كښی د سعودي عربستان شوری كونسل چيئرمېن ډاكټر عبد الله بن محمد بن ابراهيم الشې په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل سعودي عربستان اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو په حقله ټول عمري متحرك كردار ترسره كړې ۔ ده په پلاوي زور راوړو چې هغه د انډین سیټیزن اېکټ د لارې د مسلمانانو په ضد روان سازش په ډاګه كړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره د ورورولۍ خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ د دواړه هېوادونو ترمينځھ اړيكې په شريكه عقيده ٬ كلتور ٬ روايات ٬ اقدار او ورثه قائمې دي او دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول سوچ لري۔ اولس مشر ووئيل د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان پاكستان دورې د اولس په زړونو او ذهنونو يو ژور نقش پرېښودې۔ ده ووئيل مونږ په دې وياړ لرو چې سعودي عربستان كښی زمونږ 23 لکھ د قانون خيال ساتونكي پاكستاني وګړي ژوند كوي كوم چې د سعودي عربستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستانيان سعودي عربستان خپل دوهم كور ګڼي او د سعودي عربستان پرمختګ او سوكالۍ له په جذبه كار كوي۔ د سعودی عربستان شوری کونسل چیئرمین ډاکټر عبداللہ بن محمد بن ابراهیم الشېخ اولس مشر ته ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلیمانی مرستې ته لا وده وركولو له هڅې روانې دي۔ ده د كشمير په مسئله پاكستان ته د سعودي عربسان لخوا د بشپړه مرستې باور هم ور