امريكا كښې اوبر كښې د سفر په مهال په يو كال كښې د جنسي تېرو د 6 زرو پېښو انكشاف

سان فرانسسکو 06 دسمبر(اے پي پي) امريكا كښې اوبر كښې د سفر په مهال په يو كال كښې د جنسي تېرو د 6 زرو پېښو انكشاف شوې چې پكښې د اجتماعي جنسي تېرو پېښې د 450 نه زياتې دي۔ د اوبر ټرانسپورټ كمپنۍ د زيارت په ورځ په دې لړ كښې د كال 2017 او كال 2018 تفصيلي راپور جاري كړې دې او دا وړومبۍ موقع ده چې د كمپنۍ لخوا شمېرې په ميډيا جاري كړې شوې دي۔ راپور له مخې مسافرو د جنسي تېرو په تور آډانه 464 شكايتونه درج كړي او 587 مسافرو وئيلي دي چې مونږ سره جنسي تېرې شوې دي۔ راپور له مخې په دوه كالو كښې جنسي تېرو كښې 19 كسان مړه شوې دي چې پكښې 7 د كمپنې ډرائيوران هم شامل دي