افغانستان ٬ د ترهګرو په ډزو 5 كسان مړه٬ يو ژوبل

جلال آباد۔ 4 دسمبر (اے پی پی) د افغانستان د ختيز ولايت ننګرهار سر ښار جلال آباد كښې نامعلومه وسله والو د مرستيالې ډلې يو ګاډي په نخښه كړے چې په نتيجه كښې 5 افغانان مړه او يو جاپانې ډاكټر ژوبل شوے۔ د ننګرهار ولايت ګورنر عطاﺀ الله خوګياني وئيلې دي وسله والو وګړو د شورؤ په سهار جلال آباد كښې د غېر سركاري مرستيال تنظيم پيس جاپان ميډيكل سروس ګاډې په نخښه كړو چې په نتيجه كښې ئې 5 افغان وګړي مړه او جاپانې ډاكټر ټیټسو ناکامورا ژوبل شو