افغانستان كښې به امن لپاره پاكستان خپل كردار د زړه د اخلاصه ترسره كوي

APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د امريكې لخوا د “افغان امن خبرو اترو “بيا پېل كولو د پريكړی هركلې سره وئېلي دي افغانستان كښې امن لپاره به پاكستان خپل مصالحنه كردار د زړه د اخلاصه ترسره كوي۔دا خبره ده په پاكستان كښې د امريكې ناظم الامور پال جونز سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې پھ ورځ په خارجه وزارت كښې هغه سره ملاقات كوول۔د ملاقات په مهال دوه په اړخيزه اړيكو٬منطقه كښې د امن صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې په خاص توګه د افغانستان په چارو خبرې وشوې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په ټوله منطقه كښې د رغونې او پرمختګ انحصار په افغانستان كښې د امن سره تړلے دے۔ افغانستان كښې به امن لپاره پاكستان خپل مصالحنه كردار د زړه د اخلاصه ترسره كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل د امريكې لخوا د “افغان امن خبرو اترو ” د بيا پېل كولو هركلے كوو