افغانستان، قندوز كښې د پوليسو په پوسته بريد ٬ 5 پوليس اهلكار او 8 طالبان مړه

قندوز 06 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان د شمالي قندوز ولايت په امام صاحب اولسوالۍ كښې د طالبانو د پوليسو په چوكۍ بريد په نيتجه كښې 5 پوليس اهلكار او 8 طالبان مړه شوي۔ د ولايت کونسل مشر يوسف ايوبي ووئيل طالبانو د جمعې په ورځ جوئي بېګم سيمه كښې د پوليسو په پوسته برېد وكړو او ددغه بريد څخه وورستو د طالبانو او پوليسو ترمېنځه تر دوه ساعته د ډزو تبادله روانه وه چې په نتيجه كښې ئې 5 پوليس اهلكار او 8 طالبان مړه شوي