اروپائي ائتلاف د روسيې پھ ضد د اقتصادي بندېزونو دوامداره ساتلو پريكړه

برسلز 13 دسمبر(اے پی پی)اروپائي ائتلاف د روسيې په ضد اقتصادي بندېزونه زيات كړی۔اروپائي سفارتي ذريعو وئېلي دي د اروپائي ائتلاف غړو هېوادونو لارښودو د روسيې په ضد د اقتصادي بندېزونو دوامداره ساتلو پريكړه كړې ده۔لوېديزو هېوادونو په روسيه د يوكرائن په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې تور لګولو سره په روسيې بندېزونه لګولي وو كوم چې روسيه رد كړي دي