چين سره تجارتي لوظنامې لپاره خبرې اترې روانې دي۔ ډونلډ ټرمپ

واشنګټن 11 نومبر(اے پي پي) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د هغه خبرونو په سختۍ سره ترديد كړې چې د ھغه انتظاميې د چين په څېزونو لګولې ټېكس د لرې كولو پرېكړه كړې ده۔ ټرمپ وئيلې دي چين سره تجارتي لوظنامې په اره خبرې اوس هم روانې دي۔ ده ووئيل چين سره به لوظنامه يوازې په ھغه صورت كېږي كله چې لوظنامه د امريكې په مفاد كښې هم وي۔ د يادونې وړ ده د تېر زيارت په ورځ د دواړو هېوادونو خبرې كوٶنكو بيان كښې وئيلي وٶ دواړه هېوادونه د يو بل په څېزونو لګولې شوې درآمدي ټېكس ختمولو ته سلا شوي دي