په ټول هېواد كښې د مفكر پاكستان علامه محمد اقبال د زېږون 142مه ورځ په ملي جوش او جذبه ولمانځل شوه

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د مفكر پاكستان علامه محمد اقبال د زېږون 142مه ورځ په ملي جوش او جذبه ولمانځل شوه۔ د دې ورځې په مناسبت په ټول هېواد كښې د شاعر مشرق او عظيم فلسفي حكيم الامت ډاكټر علامه محمد اقبال د ژوند په بېلا بېلو اړخونو رڼا اچولو لپاره خاص دستورې وشوې او هغه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې شوې۔ علامه محمد اقبال د نظريه پاكستان خالق و او هم دا وجه ده چې هغه د پاكستان په بانيانو كښې شمېرل كېږي۔ د علامه محمد اقبال په مزار د ګارډ د بدلون دستوره هم وشوه چرته چې د پاك بحريه چټك ډلې د ګارډ ذمه وارې پغاړه واخيستې۔