په يوګېنډا كښې د تندر راپرېوتو په پېښه كښې 6 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي

كمپالا 09 نومبر (اے پي پي) د شمالي يوګېنډا په پاد ير سيمه كښې د تندر راپرېوتو په پېښه كښې 6 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي۔ د پوليسو يو چارواكي ټام بينو موګيشا له مخې يو شمېر كسان تر يوه ونه لاندې ولاړ و چې په دوي تندر رالوېدو۔ ده ووئيل چې په پېښه كښې 6 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل چې په دې سيمه كښې د تندر لوېدو پېښې زياتې رامېنځ ته كېږي۔