په يوكرېن كښې په هاسټل كښې په چاودنه كښې 2 كسان مړه شوي دي

كېف 17 نومبر (اے پي پي) په يوكرېن كښې په هاسټل كښې په چاودنه كښې 2 كسان مړه شوي دي۔ د ځائي پوليسو له مخې چاودنه د يوكرېن په پلازمينه كېف كښې په يو هاسټل كښې شوے او په نتيجه كښې ئې دوه كسان مړه شوي دي۔ د ځائي مېډيا له مخې تر اوسه د چاودنې سبب نه دې معلوم شوے۔