په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د لاسه دوه ځوانان شهيدان شول

سرينګر 26 نومبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د رياستۍ ترهه ګرۍ د تازه كاروائۍ پھ مهال د پلوامه ضلعې په دربګام سيمه كې د نهې په ورځ سهار يو بل كشميرې ځوان شهيد كړو كوم سره چې د تېرو 12 ساعتونو په مهال د شهيد شويو ځوانانو شمېره زياتېدو سره 2 شوې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې ځواكونو تېره شپه هم په سيمه كښې يو ځوان شهيد كړی و۔ دا ځوانان د لټون او محاصرې كاروائۍ په مهال شهيد شوې۔ تر آخري اطلاعاتو ترلاسه كېدو په سيمه كښې پوځي كاروائۍ روانې وې