په مالي كښې د ترهګرو په بريد كښې 53 عسكر وژل شوي دي

بماكو 02 نومبر (اے پي پي) په مالي كښې په يوه پوځي پوسته د ترهګرو په بريد كښې 53 عسكر وژل شوي دي۔ د مالي د مواصلاتو وزير سنګارې په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې په انډېلمنې سيمه كښې د وسله والو ځواكونو په پوسته په٠ بريد كښې 53 عسكر او يو عام وګړې وژل شوي دي خو حالت اوس په قابو كښې دے۔ تر اوسه كومې ډلې د دې بريد ذمه واري پغاړه نه ده اخستې۔ تېره مياشت د بركينافاسو پولې سره نزدې په دوه پوځي كېمپونو په ترسره شويو بريدونو كښې هم 25 عسكر وژل شوي وو۔