په سعودي كښې د مېشته غېر ملكيانو شمېره يو كروړ 25 لكو ته ورسېده

كهټمنډو 17 نومبر (اے پي پي) په سعودي كښې د مېشته غېر ملكيانو شمېره يو كروړ 25 لكو ته رسېدلې۔ د نيپال په پلازمينه كهټمنډو كښې د سعودي د بشري حقونو د كميسون غړي ډاكټر زېن بن علي الدكان د غېر ملكي ملازمينو د حقونو تحفظ په موضوع نړيوال كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې په په سعودي كښې د مېشته غېر ملكيانو شمېره يو كروړ 25 لكو ته رسېدلې۔ دا د هېواد د آبادې دريمه برخه ده او د سعودي په رغونه او پرمختګ كښې په موثر ډول برخه اخلي۔