په رياست مدينه كښې قرآن او اسوه حسنه آئين و٬ علما او آئمه كرامو نړۍ بدله كړې٬ د دې پلېټ فارم نه به پاكستان د مدينې رياست جوړېږي٬ په هند كښې ټول اقليتونه فشار سره مخ دي٬ نن د مقبوضه كشمير حالت د نړۍ په وړاندې دے٬ د مدينه د رياست د ګردان مقصد دا خواهش دے چې د هغه منزل په پلو لاړ شو كوم چې نبي كريم ﴿ص﴾ ښودلې٬ انصاف٬ د مېرمنو حقونه٬ د ظلم په ضد ودرېدل او د مسلمانانو د غم او تكليف ختمولو نوم رياست مدينه دے٬ مونږ وار په وار په دې طرف روان يو٬ ورو ورو قانون سازې او د دې عملي كېدو سره به د رياست مدينه خوب ته تعبير وركړے شي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ په موقع نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې په رياست مدينه كښې قرآن او اسوه حسنه آئين و٬ علما او آئمه كرامو نړۍ بدله كړې٬ د دې پلېټ فارم نه به پاكستان د مدينې رياست جوړېږي٬ په هند كښې ټول اقليتونه فشار سره مخ دي٬ نن د مقبوضه كشمير حالت د نړۍ په وړاندې دے٬ د مدينه د رياست د ګردان مقصد دا خواهش دے چې د هغه منزل په پلو لاړ شو كوم چې نبي كريم ﴿ص﴾ ښودلې٬ انصاف٬ د مېرمنو حقونه٬ د ظلم په ضد ودرېدل او د مسلمانانو د غم او تكليف ختمولو نوم رياست مدينه دے٬ مونږ وار په وار په دې طرف روان يو٬ ورو ورو قانون سازې او د دې عملي كېدو سره به د رياست مدينه خوب ته تعبير وركړے شي۔ اولس مشر دا خبرې د اتوار په ورځ د اسلام آباد په كنونشن سنټر كښې د عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ په موقع نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې دا ما لپاره د سعادت خبره ده چې د نبي كريم ﴿ص﴾ د ميلاد دستوره ده او زه پكښې د مدينې په رياست خبره وكړې شم۔ ده ووئيل چې د نبي كريم ﴿ص﴾ د ژوند پېښې ما راسخ العقيده مسلمان جوړوي۔ ده ووئيل چې په نړۍ كښې هر څيز د الله ګواهي وركوي۔ اولس مشر ووئيل چې كله په كال 1997م كښې مونږ د تحريك انصاف د پلېټ فارم نه په نتهيا ګلي كښې راجمع شوي وو نو هلته په دې خبره شوې وه چې مونږ څنګه پاكستان ليدل غواړو۔ هلته د چپ اړخ مشران هم موجود وو خو وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د پاكستان تصور د رياست مدينه نه شروع كېږي ٬ په دې كومه بله خبره نه شي كېدے۔ عمران خان په رياست مدينه كامل باور لري۔ اولس مشر ووئيل چې اسلامي نړۍ په دې وخت خپلو مشرانو ته ګوري٬ رجب طيب اردوان٬ مهاتير محمد او عمران خان د دوي مشران دي۔ اولس مشر ووئيل چې په اسلامي نړۍ ډېر ظلم شوے٬ د كشمير صورتحال زمونږ په وړاندې دے۔ ده ووئيل چې تېره ورځ د كرتارپور لاره پرانستل او د بابري جومات ځائ مندر ته د وركولو پرېكړه ټولې نړۍ كتلې۔ ده ووئيل چې مسلمانانو تل د اقليتونو خيال ساتلې۔ اولس مشر ووئيل چې په رياست مدينه كښې قرآن او اسوه حسنه آئين و٬ علما او آئمه كرامو نړۍ بدله كړې٬ د دې پلېټ فارم نه به پاكستان د مدينې رياست جوړېږي٬ په هند كښې ټول اقليتونه فشار سره مخ دي٬ نن د مقبوضه كشمير حالت د نړۍ په وړاندې دے٬ د مدينه د رياست د ګردان مقصد دا خواهش دے چې د هغه منزل په پلو لاړ شو كوم چې نبي كريم ﴿ص﴾ ښودلې٬ انصاف٬ د مېرمنو حقونه٬ د ظلم په ضد ودرېدل او د مسلمانانو د غم او تكليف ختمولو نوم رياست مدينه دے٬ مونږ وار په وار په دې طرف روان يو٬ ورو ورو قانون سازې او د دې عملي كېدو سره به د رياست مدينه خوب ته تعبير وركړے شي