په بوليويا كښې په مظاهرو كښې 23 كسان مړه او 700 ژوبل شوي

لاپاز 17 نومبر (اے پي پي) په بوليويا كښې د سياسي بحران پېل كېدو نه پس تراوسه كښې په مظاهرو كښې 23 كسان مړه او 700 ژوبل شوي دي۔ په بوليويا كښې پخواني اولس مشر ايوو موراليز استعفٰي وركړې او د هغه اولس مشر په ضد مظاهرې پېل شوې دي كوم چې په خپله د ځان اولس مشر كېدو اعلان كړے۔ امنيتي ځواكونو په مظاهرچيانو اوښكې بهيوونكې ګاز استعمال كړې او دوي ئې په حراست كښې اخيستي دي۔