په بنګله دېش كښې د ګاز پائپ لائن په چاودنه كښې 7 كسان مړه او 25 ژوبل شوي دي

ډهاكه 17 نومبر (اے پي پي) په بنګله دېش كښې د ګاز پائپ لائن په چاودنه كښې 7 كسان مړه او 25 ژوبل شوي دي۔ د ځائي پوليسو مشر محمد محسن مېډيا ته وئيلي دي چې دا پېښه د چټاګانګ په تهر ګهاټا سيمه كښې رامېنځ ته شوې او پكښې 7 كسان مړه او 25 ژوبل شوي دي۔ د اتوار تر سهار عمله د اور په مړ كولو بوخت وه۔ د چاودنې سبب لا نه دې معلوم شوے۔