په امريكا كښې كوچنې الوتكه د لوېدو په مهال تباه شوې٬ په پېښه كښې پائيلوټ هم مړ شوے

واشنګټن 09 نومبر (اے پي پي) په امريكا كښې كوچنې الوتكه د لوېدو په مهال تباه شوې٬ په پېښه كښې پائيلوټ هم مړ شوے۔ د خبر له مخې دا پېښه د امريكې په كېليفورنيا ايالت كښې رامېنځ ته شوې۔ الوتكه لاس اېنجلس سره نزدې په يوه ودانې رالوېدلې چې ورسره د كور يوه برخه په مكمل توګه تباه شوې۔ په كور كښې يو ماشوم او د هغه پلار موجود وو خو ځان ئې بچ كړے۔ په پېښه كښې الوتكه تباه شوې او پائيلوټ ئې مړ شوے۔ چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي