پاکستان بلائنډ کرکټ لوبډلې انګلینډ ته په 8 وکټو ماتې وركړه

اسلام آباد 13 نومبر (اے پی پی) پاکستان بلائنډ کرکټ لوبډلې انګلېنډ ته په 8 وکټو ماتې وركولو سره د 6 ټی 20 مېچونو سيريز كښې د 0ـ2 بريا ترلاسه كړې ده۔ د شورؤ په ورځ اوول کرکټ ګراؤنډ عجمان كښې انګلېنډ کرکټ لوبډلې اول لوبه كولو سره په ټاكلې شوو 20 اوورز كښې د 9 لوبغاړو په سوزېدو 132 رنز جوړ كړې وو۔ په ځواب كښې پاكستان دا هدف د دوو لوبغاړو په سوزېدو ترسره كړو۔ انیس جاوید 55 او محسن خان 50 رنز جوړولو سره د لوبډلې په ګټه كښې مهم كردار ترسره كرو۔ انیس جاوید د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو