وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په ماسكو كښې د شنګهائي مرستې تنظيم وزارتي غونډه كښې ګډون

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د جمعې پھ ورځ په ماسكو كښې د شنګهائي مرستې تنظيم وزارتي غونډه كښې ګډون كړې۔په غونډه كښې ګډون كوونكو د ټولو هېوادونو وزيرانو د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې شريكې مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلې وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په ماسكو كښې د روسيې خپل هم څنګ ميخائيل كوتيوكوو سره هم ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاك چائنه كمېشن په ډول روس او پاكستان د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې شريكې مرستې لپاره د پاك روس مرستې كمېشن جوړولو هم پريكړه وكړه