وزير اعظم عمران خان سره د ستراتېژك پاليسي د پلاننګ سېل چيئرمېن ډاکټر معيد يوسف وليدل

APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ستراتېژك پاليسي د پلاننګ سېل چيئرمېن ډاکټر معيد يوسف د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم د ستراتېژك تجزيې او د پلاننګ په اهميت زور رواړلو سره ووئيل هېواد كښې بهتره پاليسي باوري كول د ستراتېژك پاليسي د پلاننګ سېل ترجيح پكار ده ٬ ستراتېژك پاليسي پلاننګ سېل په وزيراعظم هاٶس كښې جوړ كړې شوې او وزيراعظم د قامي سلامتيا كمېټۍ ته د مېنډېت له مخې په مهمو معاملو د نېغه په نېغه معلوماتو وركولو لپاره دا په بشپړه اختيار منده جوړه كړې ٬ د هېواد په تاريخ كښې دا وړومبۍ موقع ده چې دومره اختيار مند سېټ اف جوړ شوې او دا نېغ په نېغه وزيراعظم سره تړلې شوې٬ دا به د زمكېزو حقائقو ترمېنځه لنك پېدا كولو ٬ هېواد كښې د رامخئ ته د اوږدې مودې په چېلنجونو قابو موندلو او پاليسي جوړولو له مرستياله وګرځي۔ سېل ته دا هدف وركړې شوې چې ھغوي د زيات اهميت وړ معاملو ژوره تجزيه وكړې او اعلٰې چارواكې د پاليسۍ د پرېكړو نه خبر كړي