وزيراعظم عمران خان په لږه موده كښې د كرتارپور راهدارۍ لوظ ترسره كړې۔شاه محمود قرېشي

APP63-07 SINGAPORE: November 07 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi while inaugurating a Pictorial Exhibition regarding Journey of Baba Guru Nanak to Pakistan held at Gurdwara Guru Singh Sabha. APP

سنګاپور 07 نومبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي وزيراعظم عمران خان په لږه موده كښې د كرتارپور راهدارۍ لوظ ترسره كړې۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په سنګاپور كښې د باباګرو نانك 550مې زېږېدنې ورځ په موقع د عكسونو نندارتون پرانستې په مهال كړې۔د عكسونو نندارتون “ګوردواره ګرو سنګه سبها”سنګاپور مركزي هال كښې شوې ۔په نندارتون كښې نړيوال شهرت لرونكې شهره آفاق كتب”پاكستان كښې د سكهانو ميراث٬ګم ګشته تاريخ او تلاش۔پهم مصنف سكھ درم نوموړې سكالر محقق امر ديپ سنګه د اړخه جوړ شوې عكسونه اېښودلې شوې وو۔د دې نندارتون بنيادي مقصد پاكستان كښې د سكھ ازم ميراث او د بابا ګرو نانك سركار پاكستان ته سفر په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كول دي۔خارجه وزير پھ دې موقع ووئيل د امر ديپ سنګه د دې عكس د لارې چې څنګه په پاكستان كښې د موجود سكھ ازم تاريخ رامخې ته كولو هڅه شوې هغه د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په لږ وخت كښې د سكھانو سره شوې لوظ ترسره كړې او په نومبر وزيراعظم د راهدارۍ پرانسته كولو سره يو نوې تاريخ جوړوي۔ده ووئېل پاكستان د خېرسګالۍ دې اقدام سره زمونږ د سكھانو ورورولۍ باباګرو نانك 550مې زېږېدنې ورځ دستورې په بشپړه ډول لمانځلې شي۔شاه محمود قرېشي ووئيل كرتار پور راهدارۍ پرانستلو سره به د پاكستان د اړخه د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او خېرسګالۍ پېغام ټولې نړۍ ته لاړ شي۔