وزيراعظم عمران خان سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور او د قامي اسمبلۍ غړي محمد يعقوب شېخ وليدل

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور او د قامي اسمبلۍ غړي محمد يعقوب شېخ وزيراعظم دفتر كښې ليدلې دي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم خاص مرستيال نديم افضل چن هم د ملاقات په مهال موجود وو۔د ډېره اسماعيل خان څخه تعلق لرونكي پاكستان تحريك انصاف قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم سره خپلې سيمې او په خاص توګه د حلقو په اړه په مسئلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔