وزيراعظم عمران خان د پروفيسرانو كيون كنګ او ټموتهي ويكس د خوشې كېدو هركلے وكړو

APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان په افغانستان كښې د پروفيسرانو كيون كنګ او ټموتهي ويكس د خوشې كېدو هركلے كړی۔د نهې په ورځ وزيراعظم په خپل يو ټوېټ كښې ووئيل پاكستان د پروفيسر كيون كنګ او ټموتهي ويكس د خوشې كېدو هركلے كوي۔ده ووئيل مونږ د هغوي خوشې كول ممكنه كولو په ړه د ټولو ادارو د اقداماتو ستائنه كوو۔ده ووئيل د نړيوالې ورورولۍ برخې په توګه پاكستان د افغان اولس ستونزې ختمولو او امن راوستلو لپاره كار كوي۔ده ووئيل پاكستان د پروفيسرانو خوشې كولو لپاره بشپړه مرسته او آسانۍ وركړی۔ده ووئيل افغان شخړه د خبرو اترو د لارې او په سياسي توګهد حل كولو اقداماتو ملاتړ كول د پاكستان پالېسي ده۔ده ووئيل مونږ هيله لرو چې دې اقدام سره به د امن عمل بيا پېل كولو لپاره د ټولو اړوندو ډلو باور زيات شي ۔ ده ووئيل پاكستان افغان عمل لپاره د آسانۍ وركولو په خپل عزم كار كوي۔د يادونې وړ ده دواړه د افغانستان پايه تحت كابل نه د اګست په 7مه نېټھ كال 2016 تښتولي شوي وو ۔د امريكې پروفيسر 50 كلن ټموتهي ويكس او 63 كلن كيون كنګ د افغانستان سوئېلې ولايت زابل كښې خوشي كړې شوي دي۔