وزيراعظم به (نن) د حوېلو تھاکوټ موټر وے د 39.2 كلومټره برخې پرانسته كوي

APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به (نن) د ګل په ورځ د 118 كلوميټره اوږدې حوېلو تھاکوټ موټر وے د 39.2 کلوميټره مانسهرې برخې پرانسته كوي٬ د منصوبې بشپړېدو سره به د اسلام آباد مانسهرې ترمېنځه مزل 2.5 ساعته ته راشي۔ د اېن اېچ اے لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د څلور لائنه موټر وے سي پېك برخه ده او دا به د پاكستان او چين ترمېنځه د تجارت مهمه ذريعه وي۔ د يوې اندازې له مخې سږ كال به د دې موټر وے د لارې لس زره ګاډي هره ورځ سفر كوي او تر كال 2024 به دا شمېره 21 زره او تر كال 2029 به 28 زره ته ورسيږي ۔ د حوېلو سېكشن كښې به 2.13 كلوميټره اوږد ټوېن ټيوب٬ 7.91 كلوميټره 47 پلونه٬ 9 فلائي اوورز٬ 143 انډر پاسز٬ 4 ټول پلازې ٬ يو سروس ايريا او 2 ټنلز شامل وي٬ په حوېلو سېکشن باندې حوېلو ٬ اېبټ آباد او مانسهره كښې درې انټر چېنچز جوړ كړې شوي او د دې نه علاوه ناران او ګلګت بلتستان لپاره دوه رابطه سړكونه هم په دې كښې شامل دي۔ د موټروے جوړېدو سره به سيمه كښې د سېلګرۍ هلې ځلې زياتې شي