نړۍ دې د كشمير شخړې په حل كښې مرسته وكړي يا دې لوي قيمت ادا كولو ته تياره اوسي۔ د برتانيې پخوانې سفارتكار سر مارك لائل ګرانټ

لندن 17 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د برتانيې پخواني سفير سر مارك لائل ګرانټ د پاكستان او هند ترمېنځه د جنګ د حقيقي خطر نه خبردارولو سره وئيلي دي چې نړۍ دې د كشمير شخړې په حل كښې مرسته وكړي يا دې لوي قيمت ادا كولو ته تياره اوسي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې پخواني سفارتكار سر مارك لائل ګرانټ په يو مضمون كښې وئيلي دي چې د هند او پاكستان ترمېنځه د جوهري جنګ په نتيجه كښې برتانيې ته د 20 اربه پاؤنډ زيان رسېدے شي۔ ده ليكلي دي چې د جنګ آغېز به په برتانيه هم كېږي او دا بحران حل كولو لپاره مونږ خاص ذمه واري لرو۔ ده ووئيل چې د كشمير په شخړه د پاكستان او هند ترمېنځه تاؤ تريخوالې مخ په زياتېدو دے او دې سره ټوله نيمه وچه ﴿برصغير﴾ خطر سره مخ دے۔ د امريكې په فوربز مجله كښې په خپور شوي مضمون كښې سر مارك لائل خبردارې وركړې چې زياتېدونكې تاؤ تريخوالې د پوځي تصادم شكل اختيارولې شي۔