نبي كريم ﴿ص﴾ د ټول كائنات امام دے٬ د نبي پاك ﴿ص﴾ په رسالت كښې د رحمت عنصر ځانګړې و٬ د نبي پاك ﴿ص﴾ اخلاقو ټول مخالفين هم د ده خوا ته راجمع كړل۔ د اسلام د نړيوالو مبلغينو د عيد مېلاد النبي په موقع نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د اسلام نړيوالو مبلغينو وئيلي دي چې نبي كريم ﴿ص﴾ د ټول كائنات امام دے٬ د نبي پاك ﴿ص﴾ په رسالت كښې د رحمت عنصر ځانګړې و٬ د نبي پاك ﴿ص﴾ اخلاقو ټول مخالفين هم د ده خوا ته راجمع كړل۔ د اتوار په ورځ په كنونشن سنټر كښې د عيد مېلاد النبي په موقع نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د عراق څخه راغلي عالم دين عمار نجم عمود الثاني٬ د تيونس څخه راغلي مبلغ ډاكټر ميزان طاهر شريف ووئيل چې نبي كريم ﴿ص﴾ د ټول كائنات امام دے٬ نبي پاك ﴿ص﴾ د قيادت معمار دے٬ د هغه صفات خپلوونكې د نړۍ قائد جوړ شي۔ مېزان طاهر شريف ووئيل چې پاكستان د صوفيا كرامو خاوره ده٬ باطن ئې عشق رسول او ظاهر ئې اخلاق رسول سره روښانه دے۔ ده د فلسطين او د كشميري مسلمانانو د آزادې دعا وكړه۔ د اېران څخه راغلي مبلغ حجت العبادي نشاء ووئيل چې د نبي پاك ﴿ص﴾ په رسالت كښې د رحمت عنصر ځانګړې و٬ الله د هغه اطاعت خپل اطاعت ګرځولې۔ د نبي پاك ﴿ص﴾ اخلاقو ټول مخالفين هم د ده خوا ته راجمع كړل۔ د پاكستان علما كونسل چيئرمېن ډاكټر طاهر اشرفي ووئيل چې د نبي كريم ﴿ص﴾ د مينه والو په موجودګې كښې څوك هم د پاكستان نظريه او جعرافيه نه شي بدلولې۔ ده ووئيل چې تېره ورځ نړۍ دوه څېرې وكتلې يوه د مودي څېره كوم چې د بابري جومات په ځائ مندر لپاره زمكه وركول و او بله د كرتارپور لار پرانستل دي۔ ده ووئيل چې هم دا د مدينې د رياست تصور دے۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې عقيده ختم نبوت هېڅ خطر نه لري۔ عمران خان په نړيواله كچه ناموس رسالت لپاره د قانون سازې تجويز وركړے۔ په ملګرو ملتونو كښې د عمران خان تقرير د ده لخوا كشمير سره د تړون ثبوت دے۔ ده ووئيل چې د عمران خان او سرلښكر لخوا اسلامي نړۍ ته د اتحاد درس وركوو ځكه ځينې خلق تكليف سره مخ دي۔