نائجیریا ، په فضائی کارروائۍ كښې د بوكو حرام يو شمېر ترهګر ووژل شول

ابوجا 05 نومبر (اے پی پی) د نائجیریا هوائي ځواك په قطبي ختيز ولايت بورنو كښې د بوكو حرام يوه اډه په نخښه كولو سره يو شمېر ترهګر وژلي دي۔ د هوائي ځواك وياند ابي كونلے درامولا ووئيل د هوائي ځواك لخوا تباه كړې شوې د ترهګرو دا پټه اډه د بورنو په ليك چاد سيمه كښې وه۔ ده ووئيل د هوائي مهم په مهال د بوكو حرام يو شمېر ترهګر هم وژلې شوي دي