ميډيا د پاكستان او ايران اولس يو بل ته رانزدې كولو لپاره مهم كردار لوبولې شي٬ د ډاكټر فردوس عاشق اعوان د ايران سفير مهدي هنر دوست سره خبرې

APP50-12 ISLAMABAD: November 12 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان سره پاكستان كښې د ايران سفير مهدي هنر دوست د مخه ښې ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د ميډيا، فلم او كلتور په څانګو كښې مرسته د لا مستحكمولو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ دواړه مشران كلتوري مرستې زياتولو ته هم سلا شوي ځكه چې دواړه هېوادونه په نړيواله كچه وړاندې كولو لپاره عظيمه قامي ورثه ٬ دود دستور او روايات لري۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د دواړو هېوادونو مذهبي او كلتوري پړون شريك دے۔ د ميډيا په دوه اړخيزه مرسته زياتولو زور رواړلو سره ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ميديا د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته رانزدې كولو لپاره مهم كردار لوبولې شي۔ د ايران سفير مهدي هنر دوست ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ژورې او ښې اړيكې موجود دي٬ ايران شرېک پروډكشن ٬ فلمي تبادلې او د سركاري ټي وي چېنلو ترمېنځه مرستې زياتولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ هغه د علامه اقبال په ژوند او كار په شريك د دستاويزي فلم په جوړولو كښې هم خوښي ښكاره كړه او په دې لړ كښې ئې د خپلې مرستې باور وركړو۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان د ايران سفير مهدي هنر دوست د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره د خدماتو ستائنه وكړه۔ دې د دواړو هېوادونو ترمېنځه رابطو لپاره د مهدي هنر دوست د عزم او فعاله كردار هم ستائنه وكړه۔ په دې موقع د ايران سفير ته د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ميډيا په اړه په روانه مرسته بريفنګ هم وركړې شو۔ هغه خبر كړې شو چې پي ټي وي د علامه اقبال په اړه شريك دستاويزي فلم جوړولو لپاره ايران سره بشپړه مرسته كوي۔