مولانا او د ده ملګري دې منفي سوچ ترك كولو سره جمهوري رويه خپله كړي۔ په هېواد د څو خاندانونو په ځائې په اولني ځل حقيقي عوامي راج ولې په ځائې شوې۔ وزیراعظم عمران خان معیشت په سم لوري روانولو سره اولس ته روزګار وركول او كاروبار چلول غواړي۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټویټ

اسلام آباد ۔ 12 نومبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي مولانا او د ده ملګري دې منفي سوچ ترك كولو سره جمهوري رويه خپله كړي۔ په هېواد د څو خاندانونو په ځائې په اولني ځل حقيقي عوامي راج ولې په ځائې شوې۔ وزیراعظم عمران خان معیشت په سم لوري روانولو سره اولس ته روزګار وركول او كاروبار چلول غواړي۔ د نهې په ورځ يو ټويټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ددوئي پرېشاني دا ده چې په هېواد د څو خاندانونو په ځائې په اولني ځل حقيقي عوامي راج ولې په ځائې شوې۔ وزیراعظم عمران خان معیشت په سم لوري روانولو سره اولس ته روزګار وركول او كاروبار چلول غواړي۔ دې ووئيل مولانا دې مظلوم كارمندان پارلمان ته د تللو په خپل خواهش قربان نه كړي۔ دې ووئيل خپل كارمندان بې رحمه يخ موسم ته د سپارلو په ځائې دې مولانا دوئي ته عزت سره كورونو ته د بېرته تلو آزادي وركړي۔ د بې وزله وګړو كوچنيان او د مشرانو صحت او سلامتيا دې خطر سره نه مخ كوي۔ خصوصي مرستيالې ووئيل چې مولانا دې د آئين او جمهوريت په ضد مطالبې كولو سره نظام ته زيان نه رسوي۔ دې ووئيل مولانا دې څلور كاله صبر وكړي او د مظلوم كشميري اولس لپاره دې غږ پورته كړي دغسې چې تر لس كلونو د كشمير كمېټۍ د چيئرمېن په حېث د پروټوكول اخستلو قرض ادا كړي۔