مثبتې معاشي اشاريئ د اقتصادي استحکام علامت دي

APP50-12 ISLAMABAD: November 12 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي مثبتې معاشي اشاريئ د اقتصادي استحکام علامت دي، معاشي استحکام سره به د اولسي هيلو له مخې كار كوٶ٬ پاكستان د سخت وخت نه رابهر شوې او په سختو معاشې چېلنجونو قابو مومو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډاكټر فردوس عاشق اعوان د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميديا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ دې ووئيل د معاشي استحکام خواږه به اولس ته رسي٬ مثبتې معاشي اشاريئ د اقتصادي استحکام علامت دي٬ د هېواد محصولات د ټاكلو شوو هدفونو نه زيات دي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل سږ كال د جولائي نه تر اكتوبر معاشي هدفونه ترلاسه كړې شوې ۔ دې ووئيل د خزانې سلاحكار کابينې ته د اقتصادي اشارو په اړه خاص بريفنګ وركړو۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاكستان د مستحكمو معاشي حالاتو نړيوالې ادارې هم اعتراف كوي۔ دې ووئيل سټاك ماركيټ كښې تندوالې د حكومت د مثبتو پاليسو مظهر دے٬ حکومت د صوبائي حکومتونو په كاركردګۍ نظر ساتلې او دوي څخه په مياشتنۍ توګه د كاركردګۍ راپور غوښتلې كېږي۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان د معاشي ډلې د كاركردګۍ ستائنه كړې ٬ پاکستان په سختو معاشي چېلنجونو قابو مومي٬ معاشي استحكام سره به د اولس د هيلو له مخې كار كوٶ٬ پاکستان سختو حالاتو نه رابهر شوې ٬ خواږه اولس ته رسولو كښې د ميډيا كردار مهم دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل حكومت په يوټيلټي سټورز اولس ته د خوراك څښاك بنيادي څيزونو په ارزان نرخ وركولو لپاره 6 اربه روپۍ وركړې۔(ګ ل