كرتارپور راهداري د پاكستان حكومت لخوا سكھ ياتريانو لپاره لويه تحفه ده٬نړۍ كښې به امن دوستۍ سره زياتېږي

اسلام آباد 11 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې كرتارپور راهداري د پاكستان حكومت لخوا سكھ ياتريانو لپاره لويه تحفه ده٬ نړۍ كښې به امن دوستۍ سره زياتېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ګورنر هاؤس كښې د سكهـ ياتريانو په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې سكهـ مذهب د امن او دوستۍ مذهب دے٬وزيراعظم عمران خان تل د امن او دوستۍ خبره كړې۔ ده ووئيل چې كرتارپور راهداري پرانستل د پاكستان حكومت لخوا سكهـ ياتريانو لپاره لويه تحفه ده٬ راهداري پرانستلو سره د سكهـ ياتريانو په خوشحالۍ ډېر خوشحاله شوې يم