شهباز شريف ته وائم تاوان تښتوونكي اخلي سهولت كار نه۔د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان

APP71-14 ISLAMABAD: November 14 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media. APP

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي احتساب يرغمال كولو لپاره د وزيراعظم ذات هدف ګرځولې كېږي ٬ د مسلم ليګ(ن)د دغې رويې غندنه كوو٬د مسلم ليګ(ن)رويه شرمناكه او خفګاني ده٬تاثر دا وركړې كېږي چې حكومت د نواز شريف د كورنۍ نه تاوان غواړي٬شهباز شريف ته وائم تاوان تښتوونكي اخلي سهولت كار نه۔د زيارت په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئېل نن يو اوږد پرېس كنفرنس او بيانيې په دروغو اډانه لرله ٬ احتساب يرغمال كولو لپاره د وزيراعظم ذات هدف ګرځولې كېږي٬د مسلم ليګ(ن)مشرتابه چې كوم ټكي كارولي٬د ټولو نه وړومبې په هغې د افسوس څرګندونه كوم۔دې ووئيل ھغه ټكې كوم چې د حكومت په نېك نيتۍ كارولې وو هغه د وزيراعظم د حسدناكې بيانيې په توګه د ميديا د لارې قام ته وړاندې كړې شوې كوم چې يو بل دروغ دي او د غندنې وړ دي ۔ خاص مرستيالې ووئېل د شرم وړ ټګي د كومو چې بيا بيا تذكره كېدله په هغې دا تاثر وركولې كېږي چې حكومت د ضمانت په شكل د نواز شريف كورنۍ څخه تاوان غواړي ٬ ناروغه لپاره څوك چې د ژوند خطر لري ھغه لباره د درملنې غوره ځائ روغتون دے٬ نواز شريف د روغتون نه اغوا كارو كور ته بوتللې دے ۔ دې ووئېل اغوا کار د درملنې آسانۍ نه وركوي ٬ جاتی امراء ته نواز شریف چا د كوم تاوان لپاره تښتولې دے۔ دې ووئيل حكومت د ھغه نامه د اي سي اېل نه وېستلو لپاره دوه ورځې په ذيلي كمېټۍ كښې مشاورت كولو چې پكښې ستاسو نمائندګان هم شامل وو۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل د سپريم كورټ او هائي كورټ د پرېكړو په رڼا كښې ذيلي كمېټي دې نتيجې ته رسېدلې چې ھغه له يو وخت لپاره د اي سي اېل نه درملنې لپاره د نامې د وېستلو سهولت وركړې شي٬ مجرم په زندان كښې سزا تېروي او په ھغه لګولې شوې جرمانه هم ادا كړې كېږي۔ خاص مرستيالې ووئېل تاسو وائۍ چې سزا معطل وه ھغه كوم ګولډ مډل ګټلې ٶ چې دومره مياشتې په زندان كښې اچولې شوے ٶ٬ دا هر څه ګمره كوٶنكې ډنډورې دي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل شهباز شریف د يو جج نوم اخلي او ووائې چې ناسمه سزا وركړې شوې ٬ دا هم ھغه جج دے چا چې ته په يو كېس كښې خوشې كړې وې٬ ھغه چې سزا وركړه ھغه ناسمه او چې خوشې ئې كړې ھغه سمه وه ٬ دا ستاسو دوه مخيز معيار او ستاسو بيانيه ده ۔ دې ووئېل قام بايد بې وقوفه جوړ نه كړې شي۔ دې ووئيل ستاسو ظاهر او باطن تضاد لري ٬ تاسو په كوټه دننه د ګارنټي بانډ اخستو ملاتړ كوې او بهر انكار٬ دا ښكاره تضاد دے٬ تاسو ووئيل صحت او ژوند د لوي څښتن په اختيار كښې دے تاسو دا تذكره هم كوې چې عزت او ذلت هم د لوي څښتن وركړه ده ۔ دې ووئېل وزیراعظم له لوي څښتن عزت وركړې، د ذلت داستان ته په خپل ګرېوان دننه اوګورۍ۔ خاص مرستيالې ووئيل حكومت ريليف د بشري خواخوږۍ په بنيادي د خېرسګالۍ جذبې له مخې وركړې٬ تاسو زيات غشي او د الزام لګولو غشي وتوغول خو حكومت په دغې پسې نه ځي٬ وزیراعظم په لوي زړه د انسانيت په بنياد د درملنې سهولت وركړې۔ دې ووئيل تاسو په عدالت كښې كېسونو سره مخ ئې٬ مونږ لپاره عدليه د احترام وړ ده ۔ دې ووئېل وزیراعظم عمران خان د قانون سرلوړۍ لپاره زندان خوړلې ؤه ٬ تاسو له چې عدليې كوم هم ريليف دركړي په ھغې به حكومت په سر سترګو عمل كوي٬ زمونږ په نېت شك مه كوې٬ مونږ