د ډاکټر فردوس عاشق اعوان د اسلام آباد هائي کورټ نه بهر ميډيا سره خبرې

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د نوازشريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو لپاره په تګلاره عمل روان دے٬ د آصف زرداري كورنۍ بايد په ميډيا د بيانونو وركولو په ځائ قانوني لاره خپله كړي، د ضلعي عدالتونو د حالت زار نه وفاقي كابينه خبر كړې شوې ٬ وزيراعظم د قانون وزير په مشرۍ كښې خاص كمېټي جوړه كړې٬ د مولانا فضل الرحمٰن صلاحيتونه ټولو ته په ورمخې ته شوي ٬ د ھغه لوبغاړي په مېدان كښې موجود دي خو همت ئې بېللې ٬ مخالفه ډلې دې څلور كال انتظار وكړة ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ په د اسلام آباد هائي کورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د هر ډول منصوبې ترسره كولو لپاره د مالي وسائلو شته والې ضرورې دے٬ د اسلام آباد د ضلعي عدالتونو د حالت زار نه وفاقي کابينه خبر كړې شوې ٬ ټول په دې خبره متفق دي چې د ضلعي عدالتونو حالت سم نه دے۔ دې ووئيل وزيراعظم د قانون وزير په مشرۍ كښې خاص كمېټي جوړه كړې چې پكښې به د وكيلانو نمائندګان هم شامل وي۔ خاص مرستيالې ووئيل کمېټۍ به د سائلينو او د عدالتونو سره د دواړو ډلو تجويزونه حكومت ته وړاندې كوي٬ حکومت په هره څانګه كښې په اصلاحاتو عمل كوي۔ دې ووئيل د عدالتونو او نېب په امر د هر كس نامه په اي سي اېل كښې د اچولو او وېستلو پرېكړه كېږي٬ د نوازشريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو لپاره په تګلاره عمل روان دے ۔ دې ووئيل نوازشريف د نېب ملزم دے حکومت د نجي په ځائ د سركاري ميډيكل بورډ تجويزونه قبولوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كه آصف زرداري رنځور وي نو ھغه دې د قانون له مخې درخواست وركړي او د ھغه كورنۍ دې د بيان بازۍ په ځائ قانوني لاره خپله كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل حكومت د خواهشاتو له مخې نه چلېږي بلكې په آئين او قانون عمل كوي ۔ دې ووئيل مولانا فضل الرحمن په فل ټاس بال د کريز نه بهر چهكې لګولې او د ھغوي صلاحيتونه ټولو ته معلوم شوي٬ د ھغه لوبغاړي په مېدان كښې دي خو همت ئې بېللې ۔ دې ووئيل د پرلت ځائ خوا اوشا اوسېدونكو خلقو ته د آزاد ژوند حق وركول پكار دې٬ د دوي ماشومان هم بايد هم سكول ته لاړ شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كاركنان په مېدان كښې او مولانا فضل الرحمان په آرام لرونكې بړستن كښې دے كوم چې ښكاره تضاد دے۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان او پاکستان لازم او ملزوم دي٬ د مخالفې ډلې غړي دې د ټولټاكنو څلور كاله انتظار وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل عدالت نواز شريف له د ميډيکل بورډ په سفارش په ميرټ ضمانت وركړې ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په ميډيکل بورډ كښې پوهه ډاكټران وي او هغوي د سياست سره هېڅ تعلق نه لري