د چين اولس مشر شي جن پنګ په درې ورځنۍ دوره يونان ته ورسېد

اېتھنز 11 نومبر(اے پي پي) د چين اولسمشر شي جن پنګ په درې ورځنۍ سركاري دوره يونان ته رسېدلې٬ د ده د دورې مقصد بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټيو له مخې د يونان تجارتي لوظنامې ته نوې انداز وركول دي چې پكښې يونان سره تجارتي اړيكې لا ژورې او پراخه كول شامل دي۔ د چېن اولس مشر به د خپلې دورې په مهال د يونان اولس مشر پروکوپيس پاولوپلس او وزيراعظم کرياکوس ميتسوتاکېس سره ملاقاتونه كوي٬ دواړه هېوادونه به د تعليم ، جهاز راني او توان پحقله د مرستې په لوظنامو هم لاسليك كوي۔