د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ به د نومبر په 21مه نېټه پېل كېږي

مېلبورن 17 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې ټېسټ مېچ به د نومبر په 21مه نېټه په برسبېن كښې پېل كېږي۔ د پاكستانې لوبډلې مشري به اظهر علي كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې اسد شفیق، بابر اعظم، عابد علی، حارث سهېل، افتخار احمد، امام الحق، عمران خان، کاشف بھټی، محمد عباس، محمد رضوان، محمد موسیٰ، نسیم شاہ، شاهین آفریدی، شان مسعود او یاسر شاہ شامل دي۔ د آسټراليا د لوبډلې مشري به ټم پائن كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به د نومبر په 29مه نېټه په اېډيلېډ كښې پېل كېږي۔