د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه دوهم ټي 20 نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

كنېبرا 03 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوهم ټي 20 نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ په كنېبرا كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز وړومبې مېچ د باران له امله بې نتيجې پاتې شوے۔ د پاكستانې لوبډلې مشري بابراعظم كوي۔ د دې سېريز دريم او وروستې مېچ به د نومبر په 8مه نېټه په پرتهـ كښې كېږي۔