د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه درې ورځنې ټور مېچ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

برسبېن 10 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه درې ورځنې ټور مېچ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په پرتهـ كښې پېل كېږي۔ آسټراليا سره د ټېسټ سېريز كولو نه وړاندې به د پاكستان د كركټ لوبډله د آسټراليا لوبډلې په ضد دوه ټور مېچونه كوي۔ د دوه ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به د نومبر په 21مه نېټه او دوهم مېچ به د نومبر په 29مه نېټه پېل كېږي۔