د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان نجي ټي وي چېنل سره خبرې

اسلام آباد ۔ 11 نومبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيل دي وزیراعظم عمران خان د پی ټی آئی ټولو وزيرانو او لارښودو ته د نواز شريف صحت په اړه د بيان بازۍ نه كولو هدايت كړې۔ مونږ ټول د هغه روغ صحت له لاس په دعا يؤ۔ نواز شریف ته عدالت ضمانت وركړې ٬ حكومت به كله هم د نېب يا عدالت په لاره كښې خنډ نه جوړېږي۔ تېره ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل سوال نه پېدا كېږي چې حكومت د كوم ډيل برخه جوړه شوې وي۔ څوك هم وزيراعظم عمران خان بلېك مېل كولې نه شي او نه هغه چرې د اصولو سودا كړې۔ وزیراعظم وړاندې دا په ډاګه كړې ده چې اپوزيشن چې څه هم كولې شي كوي دې چاته به اېن آر او وركولې نه شي۔ ده ووئيل چا چې هم كرپشن كړې هغه له به د قوم يوه يوه پېسه بېرته وركول وي۔ ده ووئيل د مريم نواز پاسپورټ عدالت كښې دې كه عدالت دې ته پاسپورټ وركوي يا د بهر تلو اجازه وركوي نو د حكومت لخوا به هېڅ ركاوټ نه وي۔ ده ووئيل حكومت د جمعیت علمائے اسلام (جے یو آئی ف) مشر مولانا فضل الرحمان مارچ په لاره كښې كوم خنډ ودرولې نه دې او نه به دھرنې ختمولو له كوم طاقت وكاروي ولې چې په دھرنا كښې د موجود خلقو د ځانونو حفاظت د حكومت ذمه واري ده۔ ده ووئيل هيله ده چې د حكومت او جے يو آئي ترمينځھ معاملات به د مذاكراتو د لارې حل شي